ټکنالوژي

هندوستان هواوې ته ۵جي ازموینې کې د ګډون جازه ورکړه

د هواوې کمپنۍ ویاندې رسنیو ته وویل چې د هندوستان حکومت دغې چېنایۍ کمپنۍ ته په دغه هېواد کې د ۵جي ازموینو کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې دی، چې هواوې باندې د چین امنیتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور د امریکا له لوري بندیزونه لګول شوي او له امله يي دغه کمپنۍ له ستونزمنو حالاتو سره مخ ده.

له دې وړاندې هندوستان هم د دغې کمپنۍ فعالیتونه محدود کړي ول، او هواوې ته د دغه هېواد ۵جي ازموینو کې د ګډون اجازه نه ورکوله، خو د چین هېواد ګواښ کړی و چې که چېرې هندوستان کې هواوې ته د نورو کمپنیو په څېر ورته فرصتونه ورنکړل شي، نو دغه هېواد به چین کې هندي کمپنیو په وړاندې ورته اقدام وکړي.

خو اوس داسې ښکاري چې هندوستان له خپلې پرېکړې په شا شوې او دغې کمپنۍ ته يي د ۵جي ازموینو کې د ګډون اجازه ورکړې. هندوستان کې به جنوري څخه د ۵جي ټکنالوژۍ ازموینې پیل شي.

تر دې دمه د هندوستان د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دې اړوند رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون