امنيت سلايډ (فيچر) نظر

د جنرال قاسم سلیماني ژوند او مرګ ته کتنه!

له پرون سهاره راهیسې د رسنیو توده موضوع او د سر خبر دا دی، چې د ایران یو لوړپوړی جنرال، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر، په عراق کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

دا وژل شوی لوړپوړی نظامي جنرال قاسم سلیماني د ایران د انقلاب ساتونکو د قدس ځانګړي ځواک مشر و.

تېره ورځ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳مه، پر هغو دوو موټرو چې جنرال قاسم سلیماني له څو نورو ایران پلویو شیعه ملېشه مشرانو سره په یوه کې سپور وو، یوه امریکايي ډرون الوتکې هغه مهال هوايي برید وکړ چې د بغداد له نړیوال هوايي ‌ډګره وتل.

جنرال قاسم سلیماني څوک و؟!

قاسم سلیماني له ۱۹۹۸ کال راهیسې له ایران بهر د پټو عملیاتو څانګې یا قدس ځواکونو مشر او په کور او بهر د ایران تر ټولو مشهور قومندان و.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي تېر کال نوموړي ته تر ټولو ستر پوځي نښان ور کړ.

ښاغلي خامنه يي قاسم سلیماني ژوندی شهید باله او تېر کال یې د نښان ور کولو پر مهال دوعا کړې وه چې قاسم سلیماني دې ډېر کلونه وروسته «شهید» شي.

خو د ایران سپاه پاسداران نن ومنله چې قاسم سلیماني د امریکايي چورلکو برید کې د بغداد هوايي ډګر سره (شهید) شوی دی.

د ایران مذهبي مشر اوس ویلي، چې سخت غچ به یې واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.

نو موړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

امریکايي رسنۍ وايي له سوریې یا لبنان قاسم سلیماني بغداد ته تللی و چې هوايي ډګر کې یې پر موټر برید وشو.

دنده

قاسم سلیماني د ۱۳۳۶ لمریز کال د کرمان ولایت رابر کلی کې وزېږېد. خپله لومړنۍ دنده یې د انقلاب لومړیو میاشتو کې د کرمان ولایت د اوبو اداره کې پیل کړه.

وروسته د سپاه مامور شو، خپله یې ویل یوازې د ۱۵ ورځو لپاره له سپاه سره مامور شوی و، خو د جګړې تر جبهو ورسېد.

د عراق او ایران د جګړې لومړیو کې یې د کرمان د جنګي ځواکونو کنډک جوړ کړ چې وروسته په زغره واله لېوا بدل شو او بیا پر ۴۱ ثارالله فرقه بدل شو.

پر ۱۳۶۱ د دې فرقې له جوړېدو تر ۱۳۷۶ کال پورې قدس ځواکونو ته تر تګ پورې د ثارالله مشر و چې جګړه کې د سپاه ډېرو عملیاتو مهم رول درلود.

خو د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت وايي، قدس ځواکونه په لبنان کې د حزب الله او فلسطین کې د اسلامي جهاد په ګډون منځني ختیځ کې له هغو ډلو سره د مالي ملاتړ، سمبالولو او روزلو بنسټیز رول لري چې امریکايي ترهګر بولي.

نوموړي د ۲۰۱۹ کال د اپرېل پر نهمه د ایران سپاه پاسدران چې قدس یې یوه څانګه ده د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل.

په مقابل کې د ایران د وسلوالو ځواکونو لویه درستیزوالۍ یوه بیانیه کې وویل چې ایران له دې وروسته په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ اړوند ځواکونه یا سنټکام سره هم د ترهګرو په څېر چلن کوي او د ایران د سپاه پسدران د ملاتړ لپاره به “د سنټـکام ترهګرې ډلې پرضد مبارزه کې یو ډول هڅې هم درېغ نه کړي.

قدس ځواکونه

قدس ځواکونه د عراق او ایران د جګړې له لومړیو له ایران بهر عراق او لبنان کې د عملیاتو لپاره جوړ شول او وروسته د سپاه په یوه مهمه برخه بدل شول، چې اوس ان د سپاه قدس په نوم هم یادېږي.

ډېر نړیوال سیاسي او پوځي پوهان باوري دي چې قدس ځواکونه سیمه کې د بدر ملېشو په ګډون عراق کې حشد الشعبي، د لبنان د حزب الله پوځي څانګې، غزه کې اسلامي جهاد یا حماس او یمن کې د حوثیانو نېغ پوځي ملاتړ کوي او روزي یې.

۶۳ کلن تورن جنرال قاسم سلیماني هم هغه مهال ډېر مشهور شو چې په عراق، بیا سوریه او د منځني ختیځ نورو هېوادونو کې د قدس ځواکونو رول بهرنیو رسنیو کې راپورته شو.

په عراق کې د داعش پیدا کېدو او سوریه کې د کورنۍ جګړې پیلېدو سره قدس ځواکونه دې هېوادونو کې ډېر ښکېل شول او ان ایران خپله منلې چې قدس ځواکونو د سوریې جګړه کې د بشار اسد ته ژمنو ځواکونو لارښوونه او ملاتړ کړی او دلته یې زرګونه شیعه وسلوال تمویل کړي، همدارنګه یې عراق کې د داعش له منځه وړلو لپاره شیعه ملېشې سمبال کړې دي.

دې هرڅه قاسم سلیماني په ایران او سیمه کې پر یو مشهور کس بدل کړ.

ملاتړو او مخالفانو یې د سیوري قومندان، نړیوال جنرال، د قومندان اروا، مرموز قومندان، د دوښمن خپسکه، جنرال حاج قاسم او څو نورو نومونه ور کړل.

بغداد کې د امریکا او ایران تازه کشمکش

تېره اونۍ د ډسمبر پر ۲۷ د عراق کرکوک کې د راکټي برید له امله چې یو قراردادي ووژل او څو امریکايي سرتېري او عراقي پرسونل ټپیان شول امریکا پر کتایب حزب الله ډلې برید وکړ.

پنټګان دا خبر هم ور کړ چې که ایران او ملاتړې ډله یې کتایب حزب الله د امریکا له دفاعي بریدونو بچېدل غواړي، نو پر ایتلافي ځواکونو دې بریدونه نه کوي.

خو د امریکا دې برید ته ځواب کې د کتایب حزب الله ملاتړو بغداد کې د امریکا سفارت کلابند کړ او ولسمشر ټرمپ وویل، چې ایران د دې پېښې تر شا لاس لري او درنه بیه به یې ور کړي.

اوس د امریکا دفاع وزارت وايي، چې پر قاسم سلیماني د برید امر هم ډونلډ ټرمپ کړی دی.

دوی زیاتوي چې قاسم سلیماني په عراق او ټوله سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړول.

غبرګونونه

ایران ژمنه کړې ده چې غچ به یې اخلي. مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، دا وژنه به د ایرانیانو د مقاومت هوډ لا ډېر کړي.

خامخنه يي پر ټوېټر لیکلي: «مجرمين چې لاسونه یې په وینو ککړ دي، د تېرې شپې پېښې سخته سزا به وګوري.» ښاغلي ایت الله علي خامنه يي په ټول کې هېواد کې د درې ورځو ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر امریکا د نړیوالې ترهګرۍ تور ولګاوه. د امریکا پرېکړه یې «ډېره خطرناکه او احمقانه» بللې ده.

بل پلو امریکایی ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د برید پر مهال د امریکا په فلورېدا ایالت کې و، هم د دې خبر له خپرېدو سملاسي وروسته، پر ټوېټر د امریکا بیرغ تصویر خپور کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم داسې یوه ویډیو خپره کړې ده چې عراقیان پکې ښکاري چې پر سړک له عراقي بېرغ سره روان دي او وايي خوشاله دي چې جنرال سلیماني نور په دې نړۍ کې نه شته.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ -ارګ-ویلي، په عراق کې د وروستیو پېښو او په سیمه کې د تاوتریخوالي‌ ډېرېدو د احتمال په اړه اندېښنه لري.

اعلامیه کې چې د ارګ لخوا د جمعې پر ماسخوتن خپره شوې راغلي، (افغانستان له ایران سره دیني، فرهنګي او تاریخي اړیکې لري او له امریکا سره هم ستراتیژیک تړون لري، او له دواړو هېوادونو تمه لري چې خپلمنځي اختلافونه دې د خبرو له لارې حل کړي.)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي :‌جنرال سلیماني د میلیونونو کسانو د وژنې مسول و او باید کلونه پخوان وژل شوی وای.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د جنرال سلیماني د وژنې په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي پومپیو هم په خپل ټویټ کې ویلي چې د ایران رژیم په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ لامل دی، او امریکا به د خپلووګړو او خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر ګام پورته کوي.‌

د ارګ اعلامیه وایي، افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد نه کارېږي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشر ټرمپ دا ګام غندلی دی او خبرداری یې ورکړی چې دې سره به سیمه نوره هم بې ثباته شي.

ښاغلی پومپیو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د ولسمشر ټرمپ لخوا یې د قاسم سلیماني وژلو پرېکړې په هکله له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره د امریکایانو خوندیتوب په هکله خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن په سیمه کې د ځواک انډول بدلون غوښت او ده خبر داری ورکړ چې دا به په سیمه کې کړکیچ زیات کړي.

برتاینا مني چې قدس یو ګواښ و، خو له ښکیلو غاړو یې وغوښتل چې کړکېچ ته لمن و نه وهي. داسراییلو لومړي وزیر بین یامین نتنیاهو خپل بهرنی سفر پای ته رسولی او اسرییلو ته ستون شوی دی.

د اسرایییلو پوځي راډیو وایي، د ایران یا یې د ملګرو له خوا د غچ اخیستنې هر ډول ځواب ته د تیار سۍ په حال کې دي.

د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په یوه اعلامیه کې ویلي، «د نن سهار پر هغه پېښه چې قاسم سلیماني او ملګري یې پکې ووژل شول، خواشینی یم، د نوموړي کورنۍ او د ایران خلکو ته تسلیت وایم.»

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ښاغلي سلیماني شهادت غندلی او دا کار یې د نړیوالو اصولو او سیمه کې د سولې او ثبات خلاف بللی دی.

د ولسي جرګې پخواني غړي لطیف پدرام د قاسم سلیماني وژنه حکومتي ترهګري بللې ده.

عراقي سیاسي او پوځي مشرانو دغه هوايي برید چې ایرانی جنرال قاسم سلیماني پکې وژل شوی غندلی دی او پر عراق یې د تېري عمل بللی. د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ويلي، دغه برید په سیمه کې جګړې ته ښايي لار هواره کړي. د عراق تر ټولو معتبر مذهبي مشر ایات الله علي سیستاني پر ټولو غاړو غږ کړی دی چې له حوصلې کار واخلي.

برتانیې او یو شمېر نورو هېوادونو پر ایران او امریکادواړو  غږ کړی چې له زغمه دې کار واخلي.

لېکنه: نړۍ نېوز

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون