افغانستان سلايډ (فيچر)

د هلمند چارواکي د طالبانو تر واک لاندې د ځینو سېمو د نیولو ادعا کوي

د هلمند چارواکو او امنیتي مسؤلینو خبر ورکړی، چې له څو کلونو وروسته یې په دغه ولایت کې څو سیمې له طالبانو څخه بېرته نیولي دي.

د چارواکو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو د ګرمسېر او ناوې ولسوالیو ترمنځ د سرخ دزد سیمه څلور کاله وروسته له طالبانو نیولې او په دې سره یې د دواړو ولسوالیو لار پرانستې ده.

دوی وايي، د سرخ دزد سیمه، له تېرو ۴ کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه او له دې سیمې څخه یې پر ګرمسېر او ناوې ولسوالیو بریدونه کول.

د هلمند ناوه ولسوالۍ یو له هغو ولسوالیو ده، چې حکومت پکې تر ډېره ځان واکمن بولي.

د هلمند د امنیت امر سمونوال عبدالرحیم نورزي  رسنیو ته ویلي چې ګرمسېر ته تللې لار نور د خلکو پر مخ خلاصه ده او موټر پرې ازاد تګ راتګ کولی شی.له دې وړاندې دا لاره د ماینونو له کبله طالبانو د خلکو پر مخ تړلې وه.

سمونوال نورزی وايي چې پولیس لا هم د طالبانو له لوري په لاره کې ښخ شوی ماینونه ټولوي.

د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدا او د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو د هلمند ګڼې شمالي ولسوالۍ ونیولې چې تر اوسه هم ورسره دي،همدارنګه د ولایت د مرکز لشکرګاه تر لمنو هم ورسېدل؛ خو په وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو ویلي، چې پخوا یې یوازې دفاعي حالت غوره کړی و خو اوس په تهاجمي حالت کې قرار لري.

د یادونې ده، چې د هلمند سنګین، موسی کلا، کجکی، بغني، باغران، نوزاد، دیشو، خانشین او مارجه ولسوالۍ له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو تر بشپړ واک او کنټرول لاندې دي او د حکومتولۍ ټولې چارې يې پکې فعاله کړې دي.

طالبانو په هلمند کې د امنیتي چارواکو د دې وروستیو ادعاوو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون