افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې روان وضعیت هیله بخښوونکی نه دی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د سولې پر هڅو او له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په اړه یوه ليکنه کې ویلي،تمه وه چې افغانستان کې پراته امریکايي عسکر به نوی کال له خپلو کورنیو سره ونمانځي، خو داسې ونه شول.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې اوسنى وضعيت هيله بخښونکى نه‌دى.د ورځپاڼې د لیکوال په خبره، په افغانستان کې پراته شاوخوا ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونه‌توانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز را ټول شي.

ورځپاڼه ليکي، دغه سرتېري ښايي وکړاى شي په راروانه ډسمبر مياشت کې له خپلو کورنيو سره يوځاى شي، خو که امريکا وتوانېږي دوى د افغانستان له ناګټل شوې جګړې کورونو ته ستانه کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د طالبانو شوراګانو يوه اونۍ مخکې په افغانستان کې له اوربند سره موافقه وکړه چې د سولې مذاکراتو ته لار پرانيزي، خو د طالبانو رهبرۍ تر اوسه له دغه اوربند سره موافقه نه‌ده کړې او داسې نه‌ ښکاري چې دغه ډله دې د سولې له خبرو له اوربند سره دومره لېوالتيا ولري.

د دغه مطلب لیکوال د استدلال په توګه د افغانستان په شمال کې يوې وروستۍ حملې ته اشاره کړې چې په نتيجه کې يې ١٧ دولتي پوځيان ووژل شول او امریکايي او افغان ځواکونو هم خپل هوايي او شپني عملیات لا په بشپړ ډول درولي نه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون