افغانستان سلايډ (فيچر)

اماراتو افغانانو ته د پنځه کلنو ویزو ورکولو اعلان وکړ

د عرب اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد المکتوم دغه هېواد ته په هر ډول سفر د تلونکو لپاره د پنځه کلنې ویزې د ورکړې اعلان وکړ.

نوموړی وايي، له دې وروسته به د پنځه کلنې ویزې په اساس هر چا ته په دوبۍ کې د سیاحت لپاره پنځه کلنه ویزه ورکول کېږي.

که څه هم دا خبر لومړی ځل نوموړي پر خپل ټویټر خپور کړی، خو اماراتي حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې د دغې ویزې فیس به په اماراتو کې د اقامې پر وخت اخلي او که نه، خو وايي په دې اړه به وروسته تفصیلات خپاره کړي.

تر دې وړاندې به سیلانیان یوازې د ۳ میاشتو په ملټيپل ویزه اماراتو ته تللی شوای، خو  اوس له څلورو میاشتو وروسته به د نوې ویزې د طی مراحلو څخه وروسته خلک کولی شي پنځه کاله په یوه ویزه دغه هیواد کې تېر کړي.

د دوبۍ امیر وايي، دا به د هیواد د راتلونکي پنځوس کلن پرمختیايي پروګرام سره ډېره مرسته وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون