پاکستان او ايران سلايډ (فيچر) نړيوالې

ګارډين ورځپاڼه: ایران اوکراینۍ الوتکه په تیروتنې ویشتلې ده

 
ګارډین ورځپاڼې د دوو بریتانوي چارواکو په حواله خبر ورکړی، داسې اسناد یې موندلي، چې د اوکراین د مسافر وړونکې الوتکې د ویشتل کېدو احتمال ترې جوتېږي.
بل پلو د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي ،داسې قوې احتمال شته دی، چې د ایران پلازمېنه تهران کې د اکراین یوه الوتکه ، چې پر عراق باندې د ایران د توغندیزو بریدونو سره په یوه وخت را ولوېده، دې ویشتل شوې وي.
 
د سې ای اې چارواکو نړیوالو رسنیو ته ویلي، هغه معلومات چې دوی ته د امریکا د سپوږمکۍ څخه تر لاسه شوي، په ډاګه کوي، چې د اکراین بوینګ الوتکه، چې ۱۷۰ تنه مسافر پکې سپاره ول،په اشتباه سره د ایران په توغندي لګېدلي وي.
 
د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د اوکراین هغه الوتکه چې پرون په ایران کې وغورځېده، ایرانیانو په تېروتنه وېشتلې ده. په هغه پېښه کې د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوي وو.

د امریکا سي بي ایس خبري شبکې په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، د اوکراین بین المللي هوايي شرکت هغه ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه په توغندي وېشتل شوې وه.

د سي بي ایس رپوټ د امریکايي څارګرو ادارو چارواکو له قوله وايي، سټیلایټ د توغندیو توغېدو له دوو انفراریډ یا شعاعوې پړقېدو وروسته د یوې چاودنې ځلا ثبت کړې ده.

بل لور ته اوکراین چارواکو ویلي، دوی د الوتکو ضد توغندي کارېدنې په ګډون له یو شمېر اړخونو دغه پېښه څېړي.

له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل: «زه د الوتکې په تړاو خپل شکونه لرم، ښايي یو چا تېروتنه کړې وي.»

دا معلومات په داسې حال کې را برسېره کېږي، چې د اوکراین هېواد یوه پلټونکې ډله هم نن ایران ته ورسېده.
د اکرایني چارواکو په خبره، دا مسلکي ټيم به چې څو کاله وړاندې يې په اندونېزیا کې د دوی د را نسکوره شوې الوتکې په اړه پلټنې کړې وې، به خپلې هر اړخیزې پلټنې ترسره او دا جوته کړې، چې ایا دا الوتکه ویشتل شوې او که د تخنیکي ستونزې له کبله را نسکوره شوې .
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون