اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د افغانستان پر فضاء د بهرنیو الوتنو په شمېر کې ۲۵سلنه زیاتوالی راغلی

د افغانستان پر فضايي قلمرو د بهرنیو الوتنو شمیر په تیره یوه اونۍ کې ۲۵ فیصده زیات شوی دی.

د راپورنو له مخې، د ایران او امریکا تر منځ د روانې شخړې وروسته یو شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو دغه تاوتریخوالي ته په کتنې پریکړه کړې، چې منځني ختیځ او جنوبي اسیا ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ایران فضا پر ځای د افغانستان پر فضا الوتنې وکړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې رئیس محمد قاسم وفايي زاده وايي، چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د شخړو د زیاتیدو وروسته افغانستان خپل هوايي حریم نړیوالو الوتنو ته د نړیوال ملکي هوايي چلند د ادارې – ایکاو- او د نړیوال هوايي ټرانسپورټ د ټولنې -آیاتا- په غوښتنه پرانیستی دی.

محمد قاسم وفايي زاده وویل، چې اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان پر فضايي قلمرو په اوسط ډول له ۴۰۰ څخه زیاتې الوتکې الوتنې کوي.

ښاغلي وفايي زاده وویل،په وروستیو ورځو کې د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتنو په شمیر کې نږدې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی”.

یو شمیر نړیوالو شرکتونو له وړاندې اعلان کړی، چې د ایران او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ پیښ شوي جنجالونو ته په کتنې د ایران له فضا څخه د تیریدلو پر ځای له نورو لارو کار اخلي.

افغانستان د هرې الوتکې څخه، چې د دغه هیواد له فضايي قلمرو څخه تیریږي اوه سوه امریکايي ډالر حق العبور اخلي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون