ټکنالوژي

ګوګل د پکسل۴ ځیرکو موبایلونو ارزان بیه بڼه وړاندې کوي

ګوګل کمپنۍ تېر کال د پکسل د لړۍ نوي ځیرک موبایلونه، پکسل۴ او پکسل۴ اېکس اېل، معرفي کړل، خو د عادي ځانګړنو او ډیزاین له امله د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ نشو او له امله يي ګوګل کمپنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوه.

خو اوس دغه کمپنۍ غواړي د ډیزاین او ځانګړنو برخه کې ځینو بدلونونو سره د پکسل۴ د لړۍ د ځیرکو موبایلونو ارزان بیه بڼه وړاندې کړي، چې د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ، پکسل۴اې به ونومول شي.

د دغه راتلونکی ارزان بیه ځیرک موبایل د خوندي ساتونکي پوښ تصویرونه خپاره شوي، چې ورسره د دغه ځیرک موبایل ډیزاین هم په ډاګه شوې.

د دغو افشا شوو تصویرونو سره سم، ګوګل پکسل۴اې به شاتنۍ او مخکینۍ برخه کې یوه یوه کامره ولري او شاتنۍ برخې کې به د ګوتې نښې سېنسر هم ولري. د شاتنۍ برخې کامره او فلش به یو مربع ډوله جوړښت کې ځای پر ځای شوي وي.

د پکسل۴اې مخکینۍ کامره به د پنچ – هول ټکنالوژۍ په مرسته مخ‌پاڼه کې ځای پر ځای شوې وي.

که څه هم ګوګل خپله د دغه ځیرک موبایل د وړاندې کېدو نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو اټکل کېږي چې د مې په میاشت کې به د ګوګل کمپنۍ یوې ځانګړنې غونډې پر مهال معرفي شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون