ټکنالوژي

هغه ځیرکه ځانګو چې ماشوم ځنګوي او ورته سندره زمزمه کوي

په سي اي اېس۲۰۲۰ کې د ټکنالوژي پرمختللو توکو او اوزارو سربېره، د ماشومانو لپاره ځیرکه ځانګو هم وړاندې شوې. دغه ځانګو له اړتیا سره سم، په مناسبه توګه کوچني ماشومان ځنګوي.

کېدای شي دا د عامو خلکو لپاره کومه د پام وړ ټکنالوژي نه وي، خو هغو والدینو ته چې کوچني ماشومان لري او د شپې ورسره بې خوبي تېروي، د پام وړ ټکنالوژي ده چې ډېر ستونزې يي اوارولی شي.

دغه زانګو د لومړۍ ځل لپاره سي اي اېس۲۰۱۷ کې کاروونکو ته معرفي شو، خو هغه مهال یوازې یوه خیالي پروژه وه او عملي بڼه يي نه وه خپله کړې.

دغه ځیرک زانګو چې یو پیاوړی او پېژندل شوی ډاکټر او یو ډیزاینر له لوري جوړ شوی، هپيیسټ بیبي سنو (Happiest Baby Snoo) نومول شوی او بیه يي تقریباً ۱۳۰۰ امریکايي ډالره ده.

د ماشومانو دغه ځانګړی زانګو د عادي زانګو په څېر له پلاستیکي موادو څخه نه، بلکه لوړ کیفیت لرونکي لرګي، ټوکر او فلزاتو څخه جوړ شوی دی، چې له همدې امله یو کس يي له یو ځای څخه بل ځای ته نشي لېږدولی.

سنو نومې دغه ځیرک زانګو کې ځانګړې ټکنالوژي کارول شوې، چې د ماشوم حرکتونه او د ژړا کچه ارزوي او له هغې سره سم اقدام کوي. کله چې ماشوم ویده وي، زانګو په ارام او ټیټ غږ د ماشومانو ځانګړې سندره زمزمه کوي او ماشوم ورو ورو زنګوي چې ارام خوب وکړي.

خو کله چې ماشوم وېښ وي او په لوړ غږ ژړا پیل کړي، نو دغه زانګو ماشوم ډېر ژر ژر زنګوي او خپل د شورماشور له منځه وړلو فریکونسي هم لوړوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون