خبر سلايډ (فيچر) نړيوالې

عمران خان او نریندرا مودي به د شانګهای په غونډه کې وګوري

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نریندرای مودي به د شانګهاي په راتلونکی غونډه کې سره وګوري.

د راپورونو له مخې د شانګهاي د همکاریو سازمان غونډه به داځل په هندوستان هېواد کې جوړیږي چې د غونډې تر څنګ به عمران خان او نریندرای مودي هم له یو بل سره خبرې او لیده کاته وکړي.

په دې غونډه کې به د پاکستان، چین، هند او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو غړي هم برخه ولري او په سېمه کې د روان امنیتي او اقتصادي حالت په تړاو خبرې بحث وکړي.

د تېر کال راهېسې د پاکستان او هند سیاسي اړيکې د تېر په څیر لا ترینګلي شوي او دواړه هېوادونه د کشمیر د قضې په تړاو یو بل ته نظامي ګواښونه ورکوي.

دا لومړې ځل دې چې د دواړو هېوادونو له تازه کړکیچ وروسته عمران خان او نریندرای مودي سره ګوري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون