افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

سیګار: افغانستان اوس هم د غریبو هیوادونو په کتار کې راځي

د افغانستان لپاره په امریکایي مرستو باندې د څار بنسټ -سیګار- په یوه تازه راپور کې وايي افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې له کابو دوو لسیزو پرله پسې مرستو سره سره اوس هم دا هېواد د غریبو هیوادونو په کتار کې راځي او تر نیمایي زیات وګړي یې د ورځې له یو ډالره کم عاید لري.

د سیګار  په تازه راپور کې راغلي، چې د نړیوالې ټولنې له پرله پسې افغانستان لا هم د بې وزله او نادارو هیوادونو په کتار کې پاتی دي، چې ۵۵ سلنه نفوس یې د ورځې تر یوه امریکايي ډالر کم سرانه عاید لري او د یاد شوي عاید له منځه په کلني ډول ۸ سلنه یې په روغتیا مصرفوي.

سیګار داسې حال کې د افغانستان تر نیمایي زیات نفوس بې وزله او د صفر اقتصاد تر کرښې لاندې بولي، چې له همدې ولس سره د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره سم د هیواد د اقتصادي ودې ژمنې وکړې او هم یې په تېرو پنځو کلونو کې د هوايي دهلیزونو له ایجاد سره د هېواد په صادراتو او اقتصادي وده کې د زیاتوالي خبرونه ورکړي.

د سیګار په خبره، څلورو لسیزو جنګ او جګړو د افغانستان ټول وګړي په اقتصادي لحاظ سخت ځپلي .

په همدې حال کې اوس هم د هېواد له مختلفو برخو خلکو د بې وزلۍ ، بې کورۍ او بمباریو له امله د کورونو ، شتمنیو او بازارونو له ورانۍ او بې روزګارۍ سر ټکوي او حکومت ورسره په ناغېړۍ تورنوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون