لوبې

۱۹-کلنو ملي لوبډله تمریناتي لوبې کې انګلینډ ته ماتې ورکړه

تېره ورځ د ۱۹-کلنو نړیوال جام تمریناتي لوبو په لړ کې د ۱۹-کلنو ملي لوبډلې خپله دوهمه تمریناتي لوبه د انګلینډ په وړاندې ترسره کړه او دغه لوبه يي په ۲۱ منډو وګټله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عبدالرحمن او محمد اسحاق غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره محمد اسحاق په ۳۵ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ ناسوځېدلې منډې او عبدالرحمن په ۸۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انګلینډ لپاره کلېن ۳ او بلاډرسن،ګولډز ورتي، حمیدالله قادري، هېل او موزلي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې انګلینډ ۴۷٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۴ منډې جوړې کړې او د ۲۱ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

افغانستان لپاره فضل حق ۳، عبدالرحمن، نور احمد او شفیق الله غفاري دوه دوه او جمشېد خان یوه وېکېټه واخیسته.

دا په داسې حال کې دی چې د ۱۹-کلنو ملي لوبډله لومړۍ تمریناتي لوبې کې له هندوستان څخه سخته ماتې خوړلې وه. دغې لوبې کې افغانستان د ۲۵۵ منډو هدف په تعقیب یوازې ۴۴ منډې جوړې کړې او د ۲۱۱ منډو په ستر توپیر يي ماتې وخوړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون