ټکنالوژي

مایکروسافټ له وېنډوز ۷ څخه ملاتړ پای ته ورساوه

مایکروسافټ کمپنۍ په رسمي ډول ټوله نړۍ کې له وېنډوز۷ څخه خپل ملاتړ پای ته ورساوه او له دې وروسته به د وېنډوز عامل سیستم دغې بڼې کاروونکو ته هېڅ ډول امنیتي او نور اپډېټ وړاندې نشي.

له وېنډوز۷ څخه د مایکروسافټ ملاتړ تېره ورځ، د جنوري ۱۴مه پای ته ورسېده. د یادونې ده چې ټوله نړۍ کې اوس هم مېلیونونه کاروونکي وېنډوز۷ کاروي.

مایکروسافټ کمپنۍ یو کال وړاندې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۰ په جنوري کې به له وېنډوز۷ څخه ملاتړ پای ته ورسوي او نور به يي اپډېټ نه کړي.

که څه هم مایکروسافټ کمپنۍ وېنډوز۱۰ چې د وېنډوز عامل سیستم تر ټولو پرمختللې بڼه ده وړاندې کړې، او په پیل کې وړیا وه، خو اوس هم ۳۲ سلنه کاروونکي وېنډوز۷ کاروي. یعنی د وېنډوز هرو دریو کاروونکو څخه يو يي د وېنډوز۷ کاروونکی دی.

مایکروسافټ کمپنۍ د وېنډوز۷ کاروونکو ته مشوره ورکړې، چې خپل د معلوماتو خوندیتوب لپاره باید له ځنډ پرته خپلو اوزارو کې وېنډوز۱۰ عامل سیستم ښکته کړي.

نړیوالو بازارونو کې د وېنډوز۱۰ بیه ۱۳۹ امریکايي ډالره ده، چې وخت په وخت د اړتیا سره سم اپډېټ کېږي او نوې او د پام وړ ځانګړنې هم په کې اضافه کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون