ټکنالوژي

د نړۍ لومړنۍ قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی لپ ټاپ څخه پرده پورته شوه

تېر کال سامسنګ کمپنۍ د نړۍ لومړنۍ قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی ځیرک موبایل معرفي کړ، چې د کاروونکو تود هرکلی سره مخ شو، خو اوس د لېنوو کمپنۍ قاتېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی لپ ټاپ معرفي کړ.

د لېنوو کمپنۍ دغه ځانګړی لپ ټاپ لېنوو تېنک پډ اېکس۱ فولډ (Lenovo ThinkPad X1 Fold) نومول شوی.

لومړۍ ځل لپاره دغه لپ ټاپ د تېر کال په مې میاشت کې کاروونکو ته معرفي شو، خو هغه مهال دا یوه خیالي پروژه وه او کارونه يي نه و بشپړ شوي. اوس لېنوو کمپنۍ اعلان وکړ چې د دغه لپ ټاپ تولید يي پیل کړی او د ۲۰۲۰ په نیمايي کې يي کاروونکي د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په بیه پېرېدلی شي.

دغه لپ ټاپ ۱۳٫۳ انچه ۲کې او اېل دې ډي ډوله مخ‌پاڼه لري، چې د مخ‌پاڼې خوندیتوب لپاره په کې ځانګړی ډول مواد هم کارول شوي او پاسنۍ برخه کې یو ځانګړی کوټنګ هم لري.

خو د دې سربېره، دغه مخ‌پاڼه دومره نرمه ده چې په اسانۍ سره قاتېږي او تر قاتېدو وروسته په یوه کوچنۍ ټبلېټ بدلېږي.

دغه لپ ټاپ د ۵ مېګاپکسله کامرې سربېره، یو ځانګړی قلم هم لري چې د یاددښتونو لیکلو کې د پام وړ مرسته کولی شي. سټېریو ډوله لاوډ سپیکر، وېنډوز۱۰ عامل سیستم، د اېنټل کمپنۍ ۱۱م نسل ګرافکس، ۸ ګېګابایټ رم او یو ټېرابایټ (۱۰۰۰ ګېګابایټ) د فایل ثبتونې وړتیا د دغه لپ له نورو پام وړ ځانګړنو څخه دي.

دغه لپ ټاپ کې ۵۰ واټه وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې یو ځل چارجولو سره د ۱۱ ساعتونو لپاره ترې استفاده کېدلی شي. د دغه لپ ټاپ د پروسېسر اړوند نه دي ویل شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون