افغانستان سلايډ (فيچر)

محب یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د سیمه‌يېزې اجماع په اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هند او ایران له بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع خبرې کړې.

حمدالله محب نن چارشنبه/مرغومي۲۶مه په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر سره په لیدنه کې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمه ییزې اجماع ترڅنګ په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو پر اغېزو هم بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي شنکر وویل، هیواد یې د افغانستان ملاتړی دی او د دایمي سولې د راتګ لپاره د پخوا په څېر هر ډول همکاریو ته اماده ګي لري.

محب دا مهال په هند کې دی او نن یې د رایسینا ۲۰۲۰ سیمه ییز کنفرانس ته د افغانستان په استازیتوب وینا هم وکړه.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا د هند له مرستو په مننې سره وویل، د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په جوړېدنه کې د هند همکارۍ کلیدي ارزښت لري او افغانستان هیله لري،‌ چې په دې برخه کي همکاري تر لاسه کړي.

حمدالله محب نن سهار د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم کتلي او ورسره یې ټینګار کړی چې د سیمې لانجې باید افغان سوله زیانمنه نه کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د هند په پلازمېنه کې د رایسینا ۲۰۲۰ سیمه يېز کانفرانس کې د ګډون لپاره هندوستان ته تللی.

نوموړي  پرون سه شنبه هلته تللی او د (Raisina Dialogue) په غونډه کې چې د هند صدر نریندر مودي هم ګډون درلود په هېواد کې د سولې پروسې، جګړې د بندېدو او د ایران او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه يې خواشیني څرګنده کړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون