افغانستان سلايډ (فيچر)

د بشري حقونو د څار سازمان تېر کال کې د ملکي تلفاتو د لویې برخه پړه د حکومت په غاړه واچوله

د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې وایي، د تېر میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله د امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اوښتې ده، نه د طالبانو لخوا .

د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان یو تازه راپور ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا له ۸۰۰۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان او امریکايي ځواکونو له‌خوا په شویو هوايي او شپني عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو شمېر خورا زیات دی .

د دغه سازمان له لوري په خپاره شوي کلني راپور کې راغلي « د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړۍ نیمایي کې، هغه عملیات چې د افغان حکومت او امریکايي ځواکونو له لوري ترسره شوي، د طالبانو له لوري يې د رامنځته شویو ملکي تلفاتو په پرتله ملکي وګړو ته زیات تلفات اړولي، چې لویه برخه يې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو له زیاتېدو سره یو ځای رامنځته شوي.»

په راپور کې وړاندې راغلي، چې د جګړې له غځېدلو سره جوخت د افغانستان د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو ملکي وګړو ته تلفات اړوي او د جګړې اصول یې مات کړي.

د بشري حقوقو د څار سازمان وړاندې د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي وګړو د ژوند ساتنې ته پاملرنه وکړي او د جګړې اصول مراعات کړي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې طالبانو هم د تېر کال په اوږدو کې د ملکي تلفاتو کلنی راپور نشر کړی و، چې ملکي وګړو ته په بې ساري ډول د مرګ ژوبلې اوښتلو ځينې پيښې يې مستندې کړې وې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون