سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د روسیې ټولې کابینې په یوه ورځ استعفاوې ورکړې

د روسیې د کابینې ټولو وزیرانو وروسته له هغه استعفا ورکړې، چې ولسمشر ولادیمر پوتین په اساسي قانون کې داسې پراخ بدلونونه وړاندیز کړل چې د نوموړي لپاره په واک کې د پاتې کېدو لامل کېدای شي.

د روسیې لومړی وزیر دیمتري مېدیودیف وايي، د ولسمشر وړاندیزونه به په څرګند ډول په روسیه کې د واک انډول بدل کړي او دوی له اساسي قانون پرته نورو بدلونونو ته لاره نشی ورکولی.

ویل کېږي پوتین له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د ملي امنیت شورا مرستیال شي، چې ښاغلی پوتین یې مشري کوي او د میدیودیف پر ځای یې د مالیې خدمتونو مشر میخایل میشوستین د لومړي وزیر په توګه نومولی دی.

د یادونې ده چې دغه ناڅاپي اعلان داسې مهال کېږي چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ښاغلي پوتین د واک پای ته رسېدو لپاره څلور کاله لا پاتې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون