افغانستان سلايډ (فيچر)

نشنل انټرسټ:ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو تکل کړى

د امريکا نيشنل انټرسټ خپرونې په يوه تازه ليکنه کې ويلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ کړى.

د خپرونې په وينا ولسمشر ټرمپ ټرمپ غواړي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

نېشنل انټرسټ زياتوي، د افغانستان جګړه بايد اته کاله مخکې پای ته رسېدلې وای.

مجلې د افغانستان جګړې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د څېړنيز راپور يادونه هم کړې ده.

نېشنل انټرسټ زياتوي، چې واشنګټن پوسټ د افغانستان اتلس کلنې جګړې په تړاو د حقايقو موندنو په موخه له ګڼ شمېر پخوانيو او برحاله پوځيانو او چارواکو سره مرکې کړې وې.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي و، امريکايي ولسمشران او جنرالان په دې پوهېدل، چې د افغانستان جګړه ګټونکې نه ده او د درنو مالي او ځاني زيانونو سربېره يې هم حقايق له خلکو پټ کړي او دا تېر څو کاله يې په درواغو تېر کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون