لوبې

د پاول سټرلېنګ پیاوړې توپ وهنه د وېسټ انډیز د ماتې لامل شوه

ایرلینډ په نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې تر وایټ وایش کېدو وروسته، د نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ سترې بریا سره پیل کړه. ایرلینډ لومړۍ شل اوریزې لوبې کې د وېسټ انډیز لوبډلې ته په ۴ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ایرلینډ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پاول سټرلېنګ پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ لپاره پاول سټرلینګ په یوازې ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۹۵ چټکې منډې جوړې کړې. کېون اوبراین هم په ۳۲ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

وېسټ انډیز لپاره کاټرېل، پییر او براوو دوه دوه او والش یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې وېسټ انډیز د لوېس نیمه سلیزې په مرسته شل اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې او د ۴ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

وېسټ انډیز لپاره اېون لوېس په ۲۹ توپونو د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو به مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

ایرلینډ لپاره لېټل ۳، یانګ ۲ او سیمي سېنګ او ډاکرېل یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون