لوبې

بي پي اېل: انډرې رسل پیاوړې توپ وهنې سره خپله لوبډله پایلوبې ته ورسوله

د بنګله‌دېش پرېمیر لیګ دوهمه نیمله پایلوبه د چټګرام چلېنجرز او راجشاهي رویالز ترمنځ ترسره شوه. دغې لوبې کې راجشاهي رویالز د انډرې رسل پیاوړې توپ وهنې پر مټ د چټګرام چلېنجرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته يي لار ومونده.

د لوبې پچه راجشاهي رویالز لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

چټګرام چلېنجرز لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کرېس ګېل غوره توپ وهنې په مرسته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.

چټګرام چلېنجرز لوبډلې لپاره کرېس ګېل په ۲۴ توپونو د شپږو څلوریزو او پنځو شپږیزو په مرسته ۶۰ منډو جوړولو سره پیاوړې او چټکه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

راجشاهي رویالز لپاره محمد عرفان او محمد نواز دوه دوه او انډرې رسل، عفیف حسین او الوک کپالي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې راجشاهي رویالز چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې، خو د انډرې رسل پیاوړې او چټکه توپ وهنه راجشاهي رویالز لپاره بایللې لوبه وګټله او پایلوبې ته يي ورسوله.  د انډرې رسل پیاوړې توپ وهنې پر مټ راجشاهي رویالز لوبډلې په ۱۹٫۲ اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۵ منډې جوړې کړې.

راجشاهي رویالز لوبډلې لپاره انډرې رسل په یوازې ۲۲ توپونو د دوو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

چټګرام چلېنجرز لوبډلې لپاره روبېل حسین او اېمرېت دوه دوه او مهدي حسن، محمودالله او ضياءالرحمن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون