ټکنالوژي

اپل سږکال د ایفون کاروونکو ستره ستونزه اواروي

اپل کمپنۍ له پیل څخه د ایفون د بېټرۍ وړتیا او رم ته ځانګړنې پاملرنه نه ده کړې، چې له همدې امله د کاروونکو له نیوکو سره مخ کېږي او د انډرایډ کاروونکي هم پرې ملنډې وهي.

دغو ټولو نیوکو سربېره، اپل کمپنۍ تر دې دمه خپلو ایفونونو کې لوړه وړتیا لرونکې بېټرۍ یا رم نه دی کارولی، خو اوس داسې ښکاري چې اپل د ۲۰۲۰ ایفونونو کې به د کاروونکو دغه ستونزه هم اواره کړي.

افشا شوي معلومات ښيي چې اپل سږکال غواړي خپل دوه ایفونونه له ۶ ګېګابایټ رم سره وړاندې کړي. په دې ډول پاتې دوه نور ایفونونه به بیا هم ۴ ګېګابایټ رم سره وړاندې شي.

دغو راپورونو کې همداراز ادعا شوې، چې اپل به د ۲۰۲۰ هغو ایفونونو کې چې شاتنۍ برخه کې درې کامرې او ۳ډي سېنسر ولري ۶ ګېګابایټ رم وکاروي.

دوه پیاوړي ایفونونه به ۶٫۷ او ۶٫۱ انچه مخ‌پاڼې ولري چې دغه ایفونونه به ۶ ګېګابایټ رم هم ولري، خو پاتې دوه نور ایفونونه به ۶٫۱ او ۵٫۴ انچه مخ‌پاڼې ولري او دغه عادي ځانګړنې لرونکي ایفونونه به ۴ ګېګابایټ رم ولري.

خو د ایفون کاروونکي بیا هم د اپل له دغې پرېکړې خوښ نه دي، او نیوکه کوي چې ۶ ګېګابایټ رم هم د نورو ځیرکو موبایلونو په پرتله ډېره لږه ده.

د یادونې ده چې افشا شوو معلوماتو کې ادعا شوې چې راتلونکی ګلکسي اېس۲۰ پلس الټرا به تر ۱۶ ګېګابایټ رم ولري. که چېرې دغه ادعا سمه وي، نو راتلونکی ګلکسي۲۰ پلس الټرا به د ایفون له دوه نیم چنده څخه لوړ رم ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون