ټکنالوژي

ټېک ټاک لنډې مودې کې فېسبوک مسېنجر ته هم ماتې ورکړه

چېنایي کاریال، ټېک ټاک، ډېره لږه موده کې ډېر زیات مشهور شو او ټوله نړۍ کې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شو. دغه کاریال تېره کال ټوله نړۍ کې ۷۰۰ مېلیونه ځلي ځیرکو اوزارو ته ښکته شوی.

په دې ډول، ټاک ټاک کاریال توانیدلی ۲۰۱۹ کې فېسبوک او فېسبوک مسینجر ته ماتې ورکړي او دغه کال کې دوهم تر ټولو ډېر ښکته کېدونکی کاریال شي.

د ټېک ټاک دغه بریا کې د هندوستان کاروونکو ډېر مهم رول لوبولی. د راپورونو پر بنسټ ټېک ټاک هندوستان کې تر بل هر هېواد ډېر ښکته شوی او بې شمېره کاروونکي او مینه‌وال لري.

خو د ټېک ټاک دغه زیاتېدونکی شهرت سربېره، د فېسبوک د پیغامونو مشهور کاریال، وټس‌اپ، بیا هم خپل لومړی مقام په ساتلو بریالی شو. یوازې ۲۰۱۹ کې وټس‌اپ ۸۵۰ مېلیونه ځلي ښکته شوی او له ټېک ټاک څخه ۱۵۰ مېلیونه ځلي وړاندې دی.

کارپوهان وايي چې د دې تر ټولو ستر لامل دا دی، چې ټېک ټاک یوازې ځوانان کاروي، خو وټس‌اپ د تیلیفوني اړیکو په یوه غوره بدیل بدل شوی او له همدې امله د هر عمر کاروونکي يي ښکته او کاروي.

د یادونې ده چې ټېک ټاک باندې هم وخت ناوخته د نورو چینايي کمپنیو په څېر چین ته د جاسوسۍ او د کاروونکو له اجازې پرته د هغوی معلومات د چین امنیتي ادارو ته د سپارلو تورونه لګول کېږي چې ټېک ټاک بیا دغه تورونه ردوي.

په ټېک ټاک باندې ځینو هېوادونو کې د فحشا خپرولو له امله هم بندیز لګول شوی، او داسې ښکاري چې کېدای شي نژدې راتلونکي کې ځینې نور هېوادونه هم په ورته اقدام لاس پورې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون