افغانستان سلايډ (فيچر)

ملا برادر او زلمي خلیلزاد د تړون د لاسلیک په اړه خبرې کړې

طالبان وايي، د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا برادر اخند د امریکا د ځانګړي استازي او مذاکراتي ټیم له مشر زلمي خلیلزاد سره، د توافقنامې د لاسلیک د نیټې او مراسمو په تړاو مسلسلې خبرې کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټرپاڼه لیکلي : “دافغانستان د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر دمشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غون‌‌‌‌‌‌ډه کړې، د توافقنامې دلاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي.”

ښاغلی شاهین زیاتوي: « پرون او نن مازدیګر هم ددواړو مذاکراتي ټيمونو ترمینځ ګټورې خبرې وشوې. دخبرو دا بهیر به څو ورځې دوام وکړي او موږ به یې وخت په وخت معلومات خپروو، ان شاالله.»

د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ په داسې مهال د توافقنامې د لاسلیک د مراسمو په تړاو خبرې کېږي، چې ځینې سرچیني وایي، طالبانو د امریکا له لوري د اوربند د وړاندیز پر ځای د جګړې د شدت د کمولو پرېکړه کړې او خپل دا وړاندیز یې امریکايي لوري ته سپارلی.

له دې وړاندې ویل کېدل داسې چې د یو شمېر هېوداونو د بهرنیو چارو وزیران، د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس استازي او ګڼ نور جهتونه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د لاسلیک مراسمو ته بلل کېږي او هغوی به پکې ګډون کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون