افغانستان سلايډ (فيچر)

ارګ: یوازې هغه سوله ورته د منلو ده چې اوربند یې بسنټيز شرط وي

ولسمشرۍ ماڼۍ-ارګ- قطر کې د طالبانو او امریکايي مذاکراتو ټيمونو د مشرانو ترمځ د رسمي خبرو په غبرګون کې وايي، افغان حکومت د سولې د هرې هغې طرحې هرکلی کوي چې اوربند په کې د اساسي شرط په توګه مطرح وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه د طالبانو لخوا نسبي اوربند یا د تاوتریخوالي راکمولو طرحې ته د غاړې ایښودلو په غبرګون کې لیکلي، باعزته سوله د افغان دولت، خلکو او نړیوالو لومړیتوب دی خو دغې سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار اوربند دی.

نوموړي لیکلي سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت طرحه د تاوتریخوالي راکمول نه دي، بلکې اوربند باندې ټینګار کوي ځکه د ده په خبره د تاوتریخوالي راکمول دقیقه نظامي معنا، حقوقي اړخ او عملي جنبه نه لري:

دا په داسې حال کې ده چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي هم تېره ورځ له تاوتریخوالي راکمولو سره مخالفت ښودلی او اوربند باندې یې ټینګار کړی و.

خو په همدې حال کې طالب ویاند سهیل شاهین خبر ورکړی چې ملا برادر اخند او خلیلزاد د سولې د هوکړې د لاسلیک نېټې په ټاکلو خبرې کړې دي.

له دغه ټکي داسې ښکاري چې امریکا او طالبانو د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي په راکمولو هوکړه کړې ده او ښايي ډېر ژر د لاسلیک نېټه، ځای او د مراسمو برخوال اعلان شي.ar

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون