افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا، یوناما، جرمني او اروپایي ټولنې استازو د افغان سولې په تړاو ناسته کړې

راپورونه وايي، چې نن جمعه/جنوري۱۷مه د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغان سولې لپاره د  امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او اروپايي ټولنې، جرمني او یوناما د استازو ترمنځ د سولې د تړون په تړاو ناسته ترسره شوه.

د سرچینې په وینا ، دا غونډه چې له دوحې څخه د ښاغلي خلیلزاد له سفر یوه ورځ وروسته ترسره شوه، پر نوموړي سربېره د یوناما مشر “تدامیچي یاماموتو” د اروپایي ټولنې استازي “رولانډکوبیا” او د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل پکې ګډون درلود.

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتیزل،پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دغه ناسته کې د افغان سولې په تړاو مهم بحثونه وشول او د جګړو د کموالي پر موضوع ټینګار شوی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا هم د یادې ناستې په هکله ټویټ کړی او ویلي یې دي چې په دغه ناسته کې د جګړو د کمښت تر څنګ پر دې بحث کړی چې بین الافغاني خبرې به څنګه او کله پیلیږي او داچې که د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک کیدله، تضمینونه به یې څوک کوي او ورته نورو مواردو باندې سلا مشورې شوې دي.

نوموړي ویلي«د شوو خبرو فهرست: اوربند/ د تاوتریخوالي کموالی، ترتیبات، بین الافغاني خبري، مذاکراتو کېد ټولو جریاناتو شاملول، د راتلونکي تضمینونه، عملي لائحې، سیمیز اهمیت او نور عام نظرونه مطرح شول او لا هم خبرې روانې دي»

تر اوسه دا څرګنده نه ده ، چې ایا په دې غونډه کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، کنه . خو له دې وړاندې امریکايي لوري او طالب استازو په اړونده موضوع لومړنۍ خبرې حل و فصل کړې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون