افغانستان سلايډ (فيچر)

ملا برادر اخند: امریکا باید ووځي؛ افغانان خپلمنځي ستونزې حلولی شي

د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې غورځنګ سیاسي مشر ملا برادر اخند په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي سرتېرو پر وتلو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د مشرتابه سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا برادر اخند وایي، امریکا افغانستان ته په راتګ کې ستره اشتباه کړې او دوی مجبور دي چې پر وړاندې یې جګړه وکړي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ملا برادر له امریکایي پي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که امریکا د افغانانو پر وړاندې نظامي مداخله نه وای کړې، روانې بدبختۍ، وژنې او د کډوالۍ بحران به نه وای پېښ شوی.

ښاغلي ملا برادر زیاته کړې، په افغانستان کې هغه وخت سوله امکان لري چې امریکا خپل ځواکونه له دې هېواده وباسي.

نوموړي د مرکې په یوه برخه کې ویلي، افغانستان ته د امریکایانو د راتګ یو لامل د اسامه بن لادن له منځه وړل و چې اوس هغه نشته دی او دوی مجبور دي چې له خپلې خاورې او خپلواکي څخه دفاع وکړي.

ملا برادر د کورنیو ستونزو او بین الافغاني ډیالوګ په اړه ویلي، امریکا دې له افغانستانه ژر تر ژره ووځي، دوی له کابل حکومت سره هوکړې ته رسېدلی شي.

ملا برادر د خپلې مرکې پر دوام ویلي، د امریکا تر وتلو وروسته به افغانان په دې وتوانېږي چې شته ستونزې په خپله حل کړي.

نوموړي دښځو د حقونو په اړه ویلي، په اسلام کې ښځي خپل حقوق لري او دوی د شرعیت په چوکاټ کې هغه حقونه مني چې ښځو ته یې اړتیا ده.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون