افغانستان سلايډ (فيچر)

د کورنیو چارو وزارت نوي امنیتي مرستیال لوی پاسوال صبور قانع خپله دنده پیل کړه

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، چې لوی پاسوال عبدالصبور قانع نن شنبه/مرغومي۲۸مه د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب لخوا د کورنیو چارو وزارت مسؤلینو او منسوبینو ته ور وپېژندل او رسماً په خپله څوکۍ کښېنول شو.

خبرپاڼه کاږي، چې د کورنیو چارو وزارت په مقر کې د امنیتي معین د معرفي په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي او لوړپوړو جنرالانو او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر رییسانو ګډون کړی و.

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، عبدالصبور قانع ته د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین په توګه ګومارنې مبارکي وویله او ویې ویل چې ښاغلی قانع به له خپلو څو کلنو تجربو په استفاده او د کورنیو چارو سرپرست وزیر او معینانو سره په همغږۍ په کورنیو چارو وزارت کې د سمونو او سیستم جوړونې روانې لړۍ په چټکتیا کې غښتلي ګامونه پورته کړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، عبدالصبور قانع یو پوه او باتجربه نظامي یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له ښاغلي قانع سره یې له ډېرې مودې راهیسې کار کړی او د نوموړي په ظرفیت او توانایۍ پوره ډاډه دی.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین لوی پاسوال عبدالصبور قانع ډاډ ورکړ چې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او معینانو سره به په ګډه د ملي حاکمیت د تطبیق، د سمونو د لړۍ دوام، سیستم جوړونې او د ملي پولیسو د تجهیز او تقویې په برخو کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

د یادونې ده، چې نوموړی په داسې حال کې د جنرال خوشحال سعادت پر ځای په دنده ګمارل کېږي، چې د ټولنیزو شبکو ګڼو حکومتي فعالانو او د حکومت ملاتړو د ولسمشر غني پر دې پرېکړه سخته خواشینې او ژور خپګان څرګند کړ، ځینو یې آن ولسمشر د دې پریکړې له کبله وښکانځه او ستوغې سپورې یې ورته وویلې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون