افغانستان سلايډ (فيچر)

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ پولیسو ځانونه، وسلې او ولسوالۍ طالبانو ته تسلیم کړي

د زابل ولایتي چارواکو تائید کړې،چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو د برید په پایله کې د پولیسو د یوه قومندان په ګډون ۱۶ پولیس او سرتېري وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان هم مني، چې دغه پولیس د ارغنداب په مرکز کې له ۳۰ میله وسلو او درېیو نظامي موټرو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د زابل یوه امنیتي چارواکي ویلي، دغه پولیس او سرتېري د طالبانو په برید کې د خپلو درېیو ملګرو له وژل کېدو وروسته طالبانو ته له وسلو او ټولو شیانو سره یو ځای تسلیم شوي دي.

بل پلو طالبانو هم خبر ورکړی، چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز یې نیولی او لسګونه مېله سپکې او درنې وسلې يې تر لاسه کړې دي.

د طالب ویاند قاري یوسف احمدي له لورې په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې نن سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې تر څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالي مرکز په بشپړه توګه نيولی دی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، طالب وسله والو نن په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

هغه وايي، د ولسوالۍ د نيولو په اړه تر اوسه ورته معلومات نه دي رسېدلي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون