پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له درې ورځني سفر وروسته قطر ته رسېدلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا متحده ایالتونو له درې ورځني سفر وروسته نن د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی او هلته یې له خپل سیال سره کتلي.

شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپېو او د ملي امینت سلاکار سره له لیدنو کتنو وروسته رسنیز کانفرانس ته د خپل سفر په اړه توضیحات او معلومات ورکړل.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې تېره ورځ د دغه هیواد د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار رابرټ اوبراین سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

ښاغلي قریشي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان د سولې او مذاکراتو د پروسې سره به لا زیاته مرسته کوي.

په دې لیدنه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم د افغان سولې په مسئله کې د پاکستان له همکارۍ خوښي ښودلې ده.

د پاکستاني رسنیو د خبر په حواله نوموړی نن دوحې ته ورسېد او هلته یې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

تر اوسه د ښاغلي قریشي او د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني د لېدنو کتنو په اړه زیات جزئیات رسنیو ته نه دي راوتلي.

خو داسې اټکل کېږی، چې ښايي په دې سفر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو پر روان بهیر او دواړه لورې د سولې تړون د لاسلیک اړوندو مسایلو هم ضمني خبرې وکړې.

.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون