خبر سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

فلسطینی ځوان اسرائیلو په دایمي بند محکوم کړ

د اسرائیلو د استیناف نظامي محکمې فلسطینی تنکی ځوان په دایمي بند محکوم کړ. دغه فلسطینی ځوان ایهم الصباح نومیږي چې په ۲۰۱۶م کال کې د سړې وسلې په واسظه پر اسرایلي ځواکونو برید کړې وو چې یو تن یې وژلی وو او یو یې ټپي کړې وو.

د فلسظیني رسنیو په وینا د اسرائیلو نظامي محکمې پخوا هم ایهم الصباح په ۳۰ کاله بند محکوم کړی وو چې وروسته د هغه قضیه د استیناف غوښتنې په موخه د استیناف نظامي محکمې ته ولاړه او هلته پر دایمي بند محکوم شوی دی.

د فلسطیني چارواکو په وینا دا یواځی ایهم الصباح نه دی چې د اسرایلو لخوا په دایمی بند محکوم شوی بلکې دد په شان په سلونو فلسظیني ځوانان د اسرایلو په زندان کې په عمري بند محکوم شوي دي او په سیمه کې د بربریت خپرول د اسرایلو عادت دی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون