افغانستان اقتصاد او سوداگري خبر سلايډ (فيچر)

نړیوال بانک: روان کال د افغانستان د اقتصاد لپاره هیله بښونکی دی

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2019-08-07 09:50:55Z | http://piczard.com | http://codecarvings.comÿ:E­

نړیوال بانک په یو تازه خپور شوي خبر کې ویلي چې تېر کال د افغانستان اقتصاد مخ په ښه کیدو وو او لازم اقدامات یې کړي ول خو دغه اقدامات لا هم کافي نه دي ځکه په افغانستان کې فقر لا هم حاکم دی او د فقر له منځه وړو په پار باید په اقتصادي برنامو لا هم ډير کار وشي.

ددغه خبر په وینا روان کال هم د تېر کال په څیر لا تر اوسه ښه روان دی او د اقتصاد په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

د نړیوال بانک په وینا په افغانستان کې روان امنیتي حالت د اقتصادي پروژو په نه پلي کولو کې تر ټولو غټ خنډ دی او د امنیت په راتلو سره به افغانان وکولای شي چې خپل اقتصاد ښه کړي.

د خبر له مخې د روان کال له پیله تر اوسه د افغانستان په اقتصاد کې ۳.۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې هیله ده د کال تر پایه دغه کچه ۴ سلنې ته ورسیږي.

یاد خبر د نړیوال بانک د رئیس له قوله لیکلي چې که څه هم روان کال د تېر کال په پرتله ښې اقتصادي لاسته راوړنې لري خو دغه وده کافي نه ده باید تر دې ډیر کار وشي تر څو افغانان ښه معیاري ژوند ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون