افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسي جرګې په لانجمنه فضاء کې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجه تصویب کړه

ولسي جرګې نن چهارشنبه/د سلواغې۲مه په عمومي او یوې لانجمنې غونډه کې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۷۱ وکیلانو حضور درلود او بودجه د ۱۰۱ وکیلانو د تائید رایو په تر لاسه کولو سره تصویب شوه.

د وکیلانو ترمنځ د لانجې لامل اختلاف و، خو وروسته اداري پلاوي اعلان وکړ چې په اکثریت رایو یې بودیجه تصویب کړه.

ځینو وکیلانو دا بودیجه نا انډوله او ناعادلانه بلله او د مالي او بودیجې کمېسیون غړو پر پارلمان تور پورې کاوه چې ګني یوازې د خپلو ولایتونو اړوندې پروژې یې په پام کې نیولې دي.

د افغانستان د مالېې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ټول ټال ۴۲۸ میلیارډه افغانۍ (تر پنځه نیم میلیاردو ډالرو) ده چې ۱۳۹ میلیارډه یې پراختیايي او پاتې ۲۸۹میلیارده یې عادي یا عملیاتي بودیجه ده.

هغه زیاته کړې، چې د دې بودیجې په تصویب سره به د مامورینو د معاشاتو په ورکولو کې هم له کوم مشکل سره مخامخ نشو.

له عادي بودیجې د دولتي کارمنانو او دولتي ادارو لګښتونه پوره کېږي او پراختیايي بودیجه پر بیا رغنیزو پروژو لګول کېږي.

د مالیې وزارت ویاند زیاته کړې، چې یادې بودجې ۴۸ سلنه د افغانستان له داخلي منابعو او پاتې ۴۷ سلنه یې د نړیوالو مرستو باندې ولاړه ده.

د یادې بودیجې ۴۱سلنه د افغانستان د امنیتي سکټور لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي د یادې بودیجې د طرحې په اړه د ولایتونو ترمنځ د توازن د نه مراعتولو په اړه د نظر اختلاف درلود او په یاده بودیجه کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

افغانستان کې د تیرو څو کلونو راهیسې نوی مالي کال د مرغومې په یوولسمه پیلیږي.

د افغانستان ۱۳۹۸مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۷۵ میلیارده يي عادي او پاتې نور پراختیایي بودیجه وه.

یوه میاشت وړاندې هم د مالي بودیجې پر سر بحثونه او لانجې وې.

د نیمروز ولایت وکیلې فریدې حمیدي ادعا وکړه چې د ولایت لپاره یې تکراري پروژې په بودیجه کې ځای پرځای شوې، خو د مالي او بودیجې اړوند کمېسیون غړو بیا د خپلې خوښې پروژې خپلو ولایتونو ته بودیجه کې ځای کړې دي.

که څه هم نن په ولسي جرګه کې تر رایو اچولو مخکې ژوندۍ خپرونه ودرول شوه، خو وروسته اداري پلاوي اعلان وکړ چې په اکثریت رایو یې بودیجه تصویب کړه. د رایو د پایلو تر پای ته رسېدو وروسته ځینې معترض استازي د جرګې د مشر خوا ته ورغلل او د جرګې لومړي مرستیال د جرګې له تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې درولو امر وکړ، خو څو دقیقې وروسته د جرګې مشر د بودیجې د تصویبېدو اعلان وکړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست د اعلامیې له‌مخې ولسمشر غني چې دا مهال په سویس کې دی د یادې بودیجې د تصویب له امله یې له ولسي جرګې څخه مننه کړې ده. هغه پر وخت د حکومتي پلانونو د عملي کولو په برخه کې د یادې بودیجې تصویبول مهم بللي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون