افغانستان سلايډ (فيچر)

د ټرمپ او غني کتنه؛که طالبان جګړه ختموي، موږ یې منلو ته چمتو یو

ولسمشر اشرف غني چې د داووس نړیوال اقتصادي فورم څنډه کې يوې مرکې کې يې څرگندونې کړې وايي،  که طالبان د جگړې ختمېدو ته چمتو وي،  نو افغان ټولنه يې منلو ته چمتو ده، خو که يې موخه د سولې په نامه د نظام ړنگول وي، نو بیا به یې حکومت او خلک پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي غني  په دې مرکه کې په ډاګه وویل:«  ایا طالبان غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسوي، که ځواب هو وي، نو افغان ټولنه او حکومت چمتو دي چې دوى جذب کړي، خو که سولې ته د داسې يوې وسيلې په سترگه گوري چې پر مټ يې حکومت او ټولنه وپرځوي؛ نو بیا به حکومت او ټولنه لاس یو کړي او د طالبانو پر وړاندې به ودرېږي.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو شتون يوازې یوه وسیله ده او زیاتوي، چې اصلي بنسټ د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز او له ناټو سره د افغانستان امنیتي تړونونه دي.

هغه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه ځان ناګاره اچوي، او وايي «د ځواکونو شمېر هر کله کم او ډېرېداى شي.»

خو  غني د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا ټينگار وکړ، چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وړتیا ځانگړى اغېز و نه لري.

ښاغلي غني د افغان ځواکونو وړتيا ته په اشاره وويل چې اوس تر پخوا ډېر پياوړي دي. نوموړي زياته کړه چې د افغان هوايي ځواکونو شمېر درې ځله او د ځانگړو ځواکونو دوه برابره ډېر شوى.

ښاغلي غني وويل، له سيمې د امريکايي ځواکونو د بشپړې وتنې لپاره د زمينې برابرولو په موخه اړتيا ده چې د سیمې هېوادونه سره يو لاس شي او «د لوبې اصول ومني.»

د ټرمپ او غني ملاقات:

د ټرمپ او ولسمشر غني د ملاقات په اړه د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي، دواړو لورو د افغان سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د روانو مذاکراتو او د بګرام د کتنې د موضوعاتو په تسلسل خبرې کړې.

اعلامیه وايي، چې ولسمشر ټرمپ د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په دومداره کمښت او داسې خبرو ټینګار کړی، چې په پایله کې يې افغانان یوه دایمي اوربند ته ورسېږي، ټينګار کړی دی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون