ټکنالوژي

وټس‌اپ کې دوه مهمې ځانګړنې اضافه کېږي

وټس‌اپ کمپنۍ په نړۍ کې د پیغامونو او اړیکو تر ټولو مشهوره او ډېر کارېدونکی کاریال دی. د وټس‌اپ د دغه شهرت یو له لاملونو څخه دا هم دی چې دغه کمپنۍ وخت په وخت خپل کاریال کې د کاروونکو د خوښې وړ ځانګړنې اضافه کوي.

۲۰۱۹ کې هم وټس‌اپ کمپنۍ خپل کاریال کې مهمې ځانګړنې اضافه کړې، او اوس دغه کمپنۍ غواړي د ۲۰۲۰ په پیل کې هم د کاروونکو د خوښې دوه مهمې ځانګړنې وړاندې کړي.

د WaBetaInfo وېب پاڼه، چې د وټس‌اپ پر فعالیتونو او پلانونو نظر ساتي ویلي چې وټس‌اپ کمپنۍ غواړي نژدې راتلونکې کې د وټس‌اپ کاریال کې د خوځېدونکو تصویرونو ځانګړنه اضافه کړي. دغه ځانګړنه اوسمهال ۲.۲۰.۱۰ ازمېښتي بڼې کې، چې یوازې محدود شمېر کسان ورته لاس رسی لري وړاندې شوی.

د دغې وېب پاڼې په وینا، که چېرې هر څه ښه پر مخ ولاړ شي او ازمېښتي بڼې کې کومه ستونزه پیدا نشي، نو دغه ځانګړنه به له ځانګړی ځنډ پرته ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

له دې سربېره، WaBetaInfo وېب پاڼه همداراز ادعا کوي چې وټس‌اپ تر ټولو مهمې ځانګړنې وړاندې کول هم پیل کړی. دغه ځانګړنه د وټس‌اپ تیاره بڼه ده چې کاروونکي له اوږدې مودې څخه ورته په انتظار دي. دغه بڼه کې به د وټس‌اپ کاریال تور او متن به په کې په سپین رنګ ښکاري. ساینسپوهان وايي چې د کاریالونو او مخ‌پاڼې تیاره بڼه سترګو ته ډېر زیان نه رسوي او دغه بڼه د ځیرکو موبایلونو د چارج په سپما کې هم مرسته کوي.

د دغې وېب پاڼې په وینا، د وټس‌اپ تیاره بڼه ۲.۲۰.۱۳ ازمېښتي بڼې کې وړاندې شوی، او دغې بڼې ته هم اوس لپاره یوازې محدود شمېر کاروونکي لاس رسی لري، او تر بریالی کېدو وروسته به ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون