ټکنالوژي

ټوېټر: خپل ټوېټر کاریال مه اپډېټ کوئ

ټوېټر کمپنۍ چې په دې وروستیو کې وخت په وخت خپل کاریال کې د اپډېټ له لارې نوې ځانګړنې اضافه کوي، خپلو کاروونکو ته يي خبرداری ورکړی چې خپل ټوېټر کاریال دې اپډېټ نه کړي.

ټوېټر کمپنۍ یوې اعلاميي خپرولو سره په ځیرکو موبایلونو کې د ټوېټر کاریال کاروونکي د دغه کاریال اپډېټ کولو څخه منع کړي.

ټوېټر کمپنۍ وايي چې ۸.۲۸ بڼې ته اپډېټ کېدو څخه وروسته د ټوېټر کاریال د ځینو نخنیکي ستونزو له کبله په خپله بندیږي او کېدای شي کاروونکي له ځینو نورو ستونزو سره هم مخ کړي. ټوېټر همداراز ویلي چې د دغې بڼې په ترمیم کار روان دی، خو تر هغې پورې دې کاروونکي خپل کاریال وروستۍ بڼې ته نه اپډېټ کوي.

په دې اړه د ټوېټر ادارې خپل ټویټ کې لیکلي: «موږ د خپل انډرایډ کاریال د وروستۍ بڼې ستونزه، چې په خپل سر بندیږي څېړو. که تاسې هم انډرایډ کې د ټوېټر کاریال کاروئ، زموږ وړاندیز دا دی چې دغې ستونزې اوارېدو پورې خپل کاریال مه اپډېټ کوئ. بښنه غواړو.»

خو کېدای شي دغه ستونزه تر هغې چې ټوېټر يي یوازې یوه تخنیکي ستونزه بولي ډېره جدي وي. له همدې امله، که چېرې غواړئ خپل معلومات او ځیرکو موبایلونو کې شته شخصي مواد خوندي وساتئ، نو خپل ټوېټر کاریال د دغې کمپنۍ راتلونکې خبرتیا پورې مه اپډېټ کوئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون