ټکنالوژي

یوې اسراییلۍ کمپنۍ د نړۍ د تر ټولو شتمن کس ایفون هک کړی

تېره ورځ د نړۍ تر ټولو شتمن کس، جېف بزوس، ایفون د هک کېدو راپورونه خپاره شول. د راپورونو پر بنسټ، د ښاغلی بزوس ایفون د وټس‌اپ له لارې هک شوی و.

که څه هم د وټس‌اپ له لارې د ځیرکو موبایلونو هک کېدل د ځانګړی مالوېیر یا تړونی له لارې چې کاروونکی يي د پرانیستلو هڅه وکړي اسانه ده، خو کارپوهان وايي چې امکان نه لري چې د نړۍ تر تولو شتمن کس د یو داسې عادي چال ښکار شوی وي.

ښاغلی جېف بزوس له دغې پېښې وروسته د دې څېړلو لپاره چې ایا واقعاً ایفون يي هک شوی که نه د امنیتي مشاورینو یوه ډله وګومارله. ګومارل شوې ډلې له څېړنو وروسته راپور ورکړ چې دغه وټس‌اپ حساب د سعودي عربستان ولیعد محمد بن سلمان پورې تړلی دی. دغه راپور کې همداراز ویل شوی و چې تر هک کېدو وروسته د ښاغلی جېف بزوس شخصي پیغامونه غلا شوي.

له دې وړاندې، ۲۰۱۸ کې ښاغلی بېزوس له ولیعهد محمد بن سلمان سره د شپې ډوډۍ تر خوړلو وروسته شمېرې تبادله کړې وې. خو تېره ورځ جېف بېزوس د محمد بن سلمان د شمېرې له وټس‌اپ حساب څخه یو وېډیويي فایل ترلاسه کوي او نوموړی د ترلاسه شوې وېډیو د پرانیستلو هڅه کوي او له هغې وروسته يي ایفون هک کېږي.

دغو راپورونو وروسته د سعودي عربستان حکومت د جېف بېزوس ایفون هک کولو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل رد کړ، خو ملګرو ملتونو بیا هم د دغې پېښې د څېړلو امر وکړ.

نن د ملګرو ملتونو له لوري ټاکل شوې ډله، د پېښې تر څېړنې وروسته خپل راپور وړاندې کړ. دغه راپور کې ویل شوي چې د دغې پېښې تر شا د اسراییل پګسس نومې کمپنۍ لاس دی.

د یادونې ده چې پګسس هغه کمپنۍ ده چې د پیسو په بدل کې د نړۍ مختلفو هېوادونو، استخباراتي ادارو او دولتي چارواکو لپاره د نړۍ د مشهورو کسانو ایفون، لپ‌ټاپ یا نور انټرنټي حسابونه او شخصي معلومات هک کوي.

بیا هم دغې پېښې اړوند د ټکنالوژي کارپوهان مختلف نظریات لري، خو هغه څه چې مهمه ده دا ده، چې د انټرنټ کاروونکي خوندي نه دي او هر وخت يي تر ټولو مهم او شخصي معلومات غلا کېدای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون