افغانستان سلايډ (فيچر)

د اردو سرتېرو صحرايي محکمه کې د یوې انجلۍ تر وژلو وروسته د هغې پلار هم وژلی

د کندهار امنیتي سرچینې وايي، د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو یوه خورا بوږنونکې پېښه رامنځته کړې او یوه انجلۍ او د هغې پلار یې د صحرايې محکمې په بڼه وژلي.

سرچینې زیاته کړې، تېره ورځ د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ په کندلان سیمه کي ملي اردو ځواکونو یوه نجلۍ وژلې، کله چي د انجلۍ  پلار د څو نورو سپین ږیرو کلیوالو په ملتیا د اعتراض په ډول د وژل شوې نجلۍ جسد د قرارګاه مخته ور وړی او د عسکرو مشر ته په فریاد ورغلی، نو عسکرو پرې ناتاره ډزې کړې او په دې ډول يې پلار يې هم ور ویشتلی او وژلی.

ځايي اوسېدونکي وايي په پېښه کي یو بل سپين ږيری ټپي شوی هم دی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي هم پېښه منلې.

نوموړی وايي حکومتي مسؤلین د پيښې په اړه د پلټنو او معلوماتو په راټولولو بوخت دی،چی وروسته به يې له رسنیو سره شریک کړي

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون