افغانستان سلايډ (فيچر)

افغانستان د نړۍ د لسو له فساده ډکو حکومتونو په ډله کې اووم راغلی

د نړیوال شفافیت سازمان د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د لسو مفسدو هیوادونو په ډله کې اووم ځای لري.

د روڼتیا نړیوال سازمان دا راپور چې نن د پنجشنبې په ورځ د جنوري ۲۳مه/سلواغې۳مه خپور شوی،چې افغانستان په کې دا ځل د تېر کال په پرتله یو درجه سست او پڅ ښودل شوی دی، په دې لړ کې سومالیا د نهو، جنوبي سوډان د ۱۲ او سوریه د ۱۳ پواینټونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو درې مفسده هیوادونه پېژندل شوي دي.

همدا شان یمن د ۱۵ او وینزویلا، سوډان، ګینی او افغانستان د ۱۶ – ۱۶ پواینټونو په درلودلو سره په لسو مفسدو هیوادونو کې راغلې دي.

دا راپور ښيي، چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې ۱۷۳ ځای خپل کړی او د شمالي کوریا په پرتله په کې د فساد کچه زیاته ده.

د روڼتیا د څار نړیوال سازمان د د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د فساد بر ضد مبارزه کې د شپاړسو امتیازونو په ګټلو له ۱۷۲ مقام څخه ۱۷۳ م مقام ته ولويد.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان مشر نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر ضد مبارزه کې وخت ضایع کړی دی او کومه مؤثره برنامه یې د فساد د جرړو له منځه وړلو لپاره نه ده پلې کړې.

سید اکرام افضلي وايي، په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه کوونکې ادارې خپلواکې نه دي بلکې سلیقوي عمل کوي، او په وینا يې: «همدا اوس د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز د لویو دولتي چارواکو دوسیې نه څېړي او عادي کسان رانیسي.»

د ښاغلي افضلي په خبره د فساد شتون افغان حکومت له خپلو خلکو لرې کړی دی خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې څارونکې اداره سیګار بیا د فساد پر ضد ولسمشر غني اقدامات مؤثر بولي خو وايي، دا لړۍ بایددوام وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون