افغانستان امنيت سلايډ (فيچر)

غزني کې د را نسکورې شوې الوتکې په اړه وروستي جزئیات- تفصیلي راپور

د امریکا د دفاع وزارت -پنټاګون- یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې په غیر رسمي ډول تائید کړه، چې نن دوشنبه/ جنوري۲۷مه د غزني په ده یک ولسوالۍ کې را نسکوره شوې لویه نظامي الوتکه د امریکا د دفاع وزارت اړوند ده، خو پنټاګون وايي،په دې اړه پلټنې کوي.

یوه امریکايي چارواکي فکس نیوز تلویزیون ته وویل چې د دغه هیواد د هوايي ځواک د مخابراتو (Telecommunication) یوه الوتکه نن (دوشنبه) د افغانستان په غزني کې لوېدلې ده.

د ا د الوتکې د نسکورېدو له پېښې راوروسته لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی تاییدوي چې لوېدلې الوتکه په دغه هیواد پورې تړاو لري.

دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، همداراز ویلي چې دا د پوځ د (civilian Bombardier Global Express business jet) الوتکو ملکي ماډل وه او په دې الوتکه کې ۵ تنه سپاره ول ؛خو  امریکايي چارواکي د الوتکې د لوېدو د علت په اړه هیڅ نه وايي.

بل خوا د غزني د والي ویندوی او نورو شاهدانو ویلي چې په الوتکه کې د دوو تنو مړي موندل شوي دي او سېمه اوس د طالبانو له لورې محاصره شوې،او طالبان دا مهال د دریو تنو نورو لټون کوي.

نسکوره شوې الوتکه کوم ماډل او د څه لپاره کاریږي؟

د پوځي چارو متخصصان وايي، له دې (E-11A) ډول الوتکو څخه د رادیويي – مخابراتي سیګنالونو د لېږلو او دغه راز له ټېلفون سره د مخابرې د وصلولو لپاره کار اخیستل کېږي.

داسې هم ویل کېږي، چې د امریکا پوځ په کندهار کې څو دا ډول الوتکې لري او له هغو څخه د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ او په میدان کې د فعالو پوځیانو ترمنځ د رابطې لپاره د پُل په توګه کار اخلي.

د الوتکې د نسکورېدو په اړه د طالبانو غبرګون!

طالبانو د دغې امریکايۍ الوتکې د نسکورېدو د پيښې په تړاو بې له دې چې په پېښه کې خپله ښکېلتیا ومني، یوازې د الوتکې لوېدل منلي او ادعا کوي چې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې ګڼ افسران په کې وژل شوي دي.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي : د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د امریکا ځانګړې الوتکه را نسکوره شوه چې د استخباراتي ماموریت لپاره يې په سیمه کې پرواز کاوه.

طالبانو له دې پيښې څو ساعته وروسته خبر ورکړ، چې په پکتیکا کې يې هم د افغان ځواکونو یوه چورلکه نسکوره کړې، خو ځايي امنیتي چارواکو یې په اړه لا له څه ویلو ډډه کړې.

طالبانو ادعا کړې چې په دې الوتکه کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د امریکا د (CIA)ګڼ شمیر لوړ رتبه افسران ووژل شول.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویانده بیت ریورډن اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي دا لا نه ده مالومه چې غورځیدلې الوتکه د چا اړوند ده.

خو د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي بیا امریکایي ورځپاڼې ملیټري ټایمز ته ویلي «په دې هکله رپوټونه ورته رسیدلي، په اړه یې څېړنې کوي، خو اوس دا نه شي ویلی چې دا الوتکه د دفاع وزارت اړوند ده.»

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره پر خپل فضايي څومره کنټرول لري؟

د دې الوتکې په اړه د چارواکو ناخبري اوس دا جدي پوښتنه راپورته کړې ، چې ایا د افغانستان د هوايي چلند او رادار اداره په دې خبره ده ، چې د هېواد په فضاء کې يې بهرنۍ الوتکه د چا او څه هدف لپاره په کوم مسیر روانه ده؟ له دې وړاندې په ځینو رپوټونو کې ویل شوي و چې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د سورلۍ یوه الوتکه غورځېدلې ده ، خو د افغانستان د هوايي چلند ادارې وویل د دوی د څېړنو موندنې ښيي چې په افغانستان کې نن هیڅ ځای د سورلۍ کومه ملکي الوتکه نه ده غورځېدلې.

د غزني دامنیه قوماندان احمد خالد وردګ په وینا دا الوتکه د ده یک ولسوالۍ مرکز ته نږدې د سدو په نا امن کې کلي کې نسکوره شوې ده.

په خواله رسنیو کې دا سې ویډیو او انځورنو ښکته پورته کیږي چې یوه الوتکې په غورځیدلې او او زیاته برخه یې سوځېدلې ده. خو خپلواکه سرچینو ددغو انځورونو پخلی نه دی کړی.

په افغانستان کې مېشتو امریکايي او د ناټو ځواکونو تر دې دمه څه نه دې ویلي.

سیمه يېز او نړیوال غبرګونونه:

تر اوسه د دې پيښې په اړه د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا چې په دې پېښه کې يې ځاني او مالي زیان لیدلی، کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی.

خو له دې وړاندې د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا له لورې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران او امریکا ترینګلو اړیکو ته په پام د نظامي او سیاسي چارو شنونکو اندېښنه ښکاره کړې وه، چې ښايي امریکا او ایران دواړه په افغانستان کې یو و بل ته کمین ونیسي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون