افغانستان سلايډ (فيچر)

هلمند، زابل او هرات کې د ملکي مرګ ژوبلې پيښې رامنځته شوې

د راپورونو له مخې په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د زابل په سیوري ، د هلمند په کجکي او د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو پيښې رامنځته شوې دي.

په لومړۍ پېښه کې نن سهار بهرنیو ځواکونو زابل کې له ملکي وګړو پر ډک موټر هوايي برید کړی.

عیني شاهدان وايي، د یوه هوايي برید په پایله کې چې نن د زابل د سیوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي خلکو پر یوه ټونس موټر ترسره شوی، د موټر ټوله سپرلۍ وژل شوي او هېڅوک پکې ژوندي نه دي پاته شوي.

د سیمې خلک وايي، نن سهار د زابل ولایت سیوری ولسوالۍ اړوند ګزک سیمه کې د ملکي خلکو د سپرلۍ په ټونس موټر د بې پیلوټه طیارې برید وکړ چې له امله یې د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ملکي وګړي شهیدان شول او موټر یې هم په بشپړ ډول له منځه وړی.

همداراز تیره شپه د هرات ولایت اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال درې ملکي کسان وژلي چې په دې ډله کې یوه خور او ورور هم شامل دي.

د سیمې خلک وايي، چې په دې پيښې پسې نن سهار ۵ بجې الوتکو په سېمه کې بمبار هم کړی، چې یو کور یې بشپړ ویجاړ کړی او دروند مالي زیان یې اړولی.

او په یوه بله پېښه کې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په بازار کې تیره شپه بهرنیو ځواکونو د الوتکو په مټ دخلکو پر کورونو چاپه ووهله چې د بازار چوکیدار په شمول یې څو ملکي کسان وژلي او ۴ تنه نور یې له ځانه سره ژوندي او د بندیانو په توګه وړي دي.

د دفاع وزارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون