افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ملټري ټایمز: امریکا افغان حکومت ته د ورکول کېدونکو الوتکو شمېر را کم کړی

د امریکا ملټري ټایمز مجلې راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت افغان حکومت ته د ورکول کېدونکو الوتکو شمېر دوه چند را کم کړی.

راپور وايي، چې افغان ځواکونو ته د ۱۵۹ بلک هاک چورلکو پر ځای ۵۳ چورلکې او د ۳۲ عرادو AC-208 الوتکو پر ځای ۱۰ الوتکې ورکوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، ټاکل شوې وه له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې افغان ځواکونو ته ۱۹۲ الوتکې ورکړي، خو اوس یې دا شمیر له دریو څخه دوه چنده کم کړی دی.

پنټاګون ویلي، د افغانستان هوايي ځواکونو د ارزونې په اساس اړتیا او وړتیا یوازې د همدومره الوتکو په تړاو موجوده ده او تازه یې له کانګرس څخه د دې طرحې منظوري هم اخیستې چې افغان ځواکونو ته چینیوک لویې چورلکې هم ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال افغانستان نږدې ۱۷۰ الوتکې په کور دننه لري چې زیاتره یې روسۍ دي او د ترمیم په اړه یې هم حکومت له ستونزو سره مخ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون