افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

رویټرز: طالبان او امریکایان د سولې له هوکړې سمدستې وروسته اوربند کوي

رويټرز خبري اژانس وایي، طالبانو له امریکا سره د سولې تر توافق وروسته پر امریکایانو د برېدونو درولو او پر افغان ځواکونو د برېدونو کمول منلي دي.

رویټرز اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور خپور کړی، چې طالبان او امریکایي ځواکونه د سولې د هوکړې له لاسلیک سره سم په بشپړه توګه پر یو او بل خپل برېدونه دروي، خو له افغان ځواکونو سره یې یوازې د جګړې له کمولو سره موافقه کړې ده.

ځينې سیاستوال د طالبانو او امریکایانو ترمنځ پر اوربند هوکړه شکمنه بولي او وايي تر هغو پورې په دې ډول راپورونو باور نشي کېدای، ترڅو د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک نېټه په ډاګه شوې نه وي.

بل پلو ، په قطر کې د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه د دغه راپور پخلی نه دی کړی، خو له تېرو څو میاشتو د طالب او امریکايي پلاویو ترمنځ خبرو کې د تاوتریخوالي راکمول د بحث مهم ټکی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون