افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

غني د ځڼغوزیو په څېر پنځلسو نورو توکو ته هم مارکېټ پیدا کوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په راتلونکي یوه کال کې به لږ تر لږ د افغانستان پنځلسو تولیدي توکو ته د ځڼغوزیو په څېر نړیوال مارکیټ پیدا کړي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د مالدارۍ او کرنې محصولاتو خونې د جوړېدلو په پرانیستغونډه کې دا خبره وکړه.

«سږ کال زموږ ټول هدف دا دی چې څه مو له ځڼغوزي سره وکړل لږ تر لږه د ۱۵ نورو توکو سره یې هم باید وکړو.»

نوموړي دا هم وویل، چې دې برخه کې د توکو کیفیت یا څرنګوالی بنسټیز اهمیت لري.

نږدې دوه کاله مخکې چين ته د ځڼغوزیو صادرات پیل او ګام په ګام یې بیه تر لس چنده لوړه شوه.

پخوا یو کیلوګرام ځڼغوزي شپږ سوه افغانۍ و، خو چین ته تر صادرېدو وروسته یې خوست کې بیه دوه نیم زره افغانیو ته وخته او د تورې طلا نوم یې خپل کړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون