افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د هوایي دهلیز له لارې افغانستان تېره میاشت 16,6 میلیونه ډالر صادرات لرل

افغانستان د هوایي دهلیز له لارې د روان کال په لومړي میاشت ګڼو هېوادونو ته د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات لرل او دغه لړۍ د صادراتو لا هم روانه ده.

د سوداګرې وزیر اجمل احمدي تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې روان کال د هوایې دهلیز له لارې ښه صادرات لرو چې یواځي د روان کال په جنوري میاشت کې مو شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالر مواد ګڼو هېوادونو ته صادر کړي او د روان کال تر پایه به دغه لړي لا هم چټکه شي.

د احمدي په وینا دغه صادرات چې ۵۴۰ مټرک ټنه وو او د ۸۵ پروازونو له لارې ګڼو هېوادونو ته لیږل شوي دي.

احمدي زیاته کړې ده چې دغه صادرات تر ډیره چين، هند، امارات، ایټالیا، فرانسه، بلجیم، سویډین، سویزرلینډ، نیدرلینډ هېوادونو ته صادر شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون