سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا ویروس په نړۍ کې چټکه او خطرناکه پراختیا نه لري

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په چین کې را پيدا شوي کرونا ویروس تر اوسه په نړۍ کې چټکه او خطرناکه پراختیا نه لري.

ددغه سازمان د ساري ناروغیو د برخې مشر په ژنیو کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د نورو نړیوالو ساري ناروغیو په پرتله د کرونا ناروغۍ ځاني زیانونه تر دې دمه کم دي.

د نوموړې په خبره دغه ناروغۍ تر اوسه ۴۲۵ کسه وژلي چې تر ډېره په چین کې دي. همدا راز تر دې دمه ۲۰ زره کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

یاد سازمان د چین هڅې یو ځل بیا ستایلې دي چې ددغه ویروس د پراختیا مخه یې ونیوله.

د روغتیا نړیوال سازمان لا هم بېړنی حالت دوامداره بولي او پر هېوادونو غږ کوي چې ددغه مرض د پراختیا په مخنیوي کې له چین سره همکاري وکړي

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون