سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا سنا مجلس ټرمپ ته برائت ورکړ

د امریکا د سنا مجلس د  فبرورۍ پر ۵مه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح​ د مراحلو د څیړنې په وروستۍ ورځ هغه ته برائت ورکړ.

د کانګرس د سنا مجلس غړو پر جمهور رئیس ټرمپ باندې د دوو لګیدلو تورونو «د واک نه ناوړه استفاده» او «د کانګرس د فعالیت مخنیوي» په اړه رایه ورکړه.

سناتورانو د «د واک نه د ناوړه استفادې» تور ته ۵۲ منفي رایې او ۴۸ مثبتې رایې ورکړې.

د «کانګرس د فعالیت د مخنیوي» تور په هکله ۵۳ منفي رای او ۴۷ مثبتې رای وکارول شوې او جمهور رئیس د لګول شویو تورونو نه خلاص شو.

د امریکا د سنا مجلس چې په کې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي د شلو ورځو راهیسې یې په جمهور رئیس ټرمپ باندې د دوو لګول شویو تورونو ارزونه پیل کړې وه.

د جمهور رئیس د ګوښه کولو لپاره د سنا مجلس د ۱۰۰ استازو له دریو څخه دوه برخې مثبتې رایې ته اړتیا وه.

د سنا د ١٠٠ غړو له جملې نه ٥٣ یې جمهوري غوښتونکي، ۴٥ یې دموکرات گوند او دوه نور ناپیلي سناتوران دي.

د امریکا په تاریخ کې ولسمشر ټرمپ دریم ولسمشر دی، چې د کانګرس لخوا یې د استیضاح لپاره رایې ګېري کېږي. که ټرمپ ته برات نه وی ورکړل شوی نو هغه به د امریکا درېیم ولسمشر و چې استیضاح کېږي او دغه راز یې که رایې کمې وړې وی نو له دندې به ګوښه کېده.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون