سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

تایلنډ: پر خلکو د پوځي افسر ډزو کې ۲۱ کسان وژل شوي

تایلنډ کې پولیس وايي، د دغه هېواد په ناخونراتچاسیما نومي ښار کې یوه پوځي په ډزو ۲۱کسان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

په سېمه کې روغتیا پالانو ویلي، پېښه کې ۳۱ کسان ټپیان شوي دي چې د ۱۰ روغتیا ښه نه ده، خو د مرګژوبلې شمېر ډېرېدو وېره څرګنده شوې.

د دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي تايي څانګې ته وویل، چکراپهانت تهوما نومي دغه ټیټ پوړي پوځي له یوه پوځي کمپه د وسلې او مرمیو له غلا کولو مخکې پر خپل قومندان هم برید کړی دی.

وروسته دغه پوځي د پلازمېنې بنکاک په شمال ختیځ کې د بودایانو پر یوه معبد او نژدې بازار کې پر خلکو ډزې وکړې.

پر ځايي رسنیو هغه تصویري کلیپونه خپاره شوي چې دغه مشکوک بریدګر پکې ښکاري چې له موټره راوځي او په موانګ بازار کې د ټرمینل ۲۱ نومي مارکیټ پر خلکو داسې حال کې ډزې کوي چې خلک یوه بل لور ته تښتي.

په یوه بل کلیپ کې بیا د شاپنګ مال له ودانۍ بهر د ډزو صحنه لیدل کېږي.

مشکوک بریدګر تر اوسه نه دی نیول شوی او داسې ګومان کېږي چې په مارکیټ کې دننه دی، چې پولیس او پوځیان د بریدګر نیولو لپاره ورننوتي دي.

ټگونه
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون