لوبې

بنګله‌دېش په لومړۍ ځل د ۱۹ – کلنو نړیوال جام وګټله

د ۱۹ – کلنو نړیوال جام پایلوبه کې بنګله‌دېش د هندوستان په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې بنګله‌دېش د هندوستان لوبډلې ته په درېیو وېکېټو ماتې ورکولو سره د ۱۹ – کلنو نړیوال جام وګټله.

د لوبې پچه د بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان د تېرو لوبو په پرتله کمزورې توپ وهنه وکړه او ۴۷٫۲ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره په توپ وهنې کې یوازې جېسوال ښه وځلېد. نوموړی په ۱۲۱ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۸ منډې جوړې کړې.

بنګله‌دېش لپاره اوېشېک داس ۳، شورف الاسلام او تنظیم حسن دوه دوه او راکب الحسن یوه وېکېټه واخیسته.

د بنګله‌دېش توپ وهنې پر مهال، لوبه د باران له امله وځنډېده چې وروسته بیا د لوبڅارانو پرېکړې سره سم بنګله‌دېش ته په ۴۶ اورونو کې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکل شوه.

ځوابي توپ وهنې کې بنګله‌دېش د پروېز حسین او اکبر علي توپ وهنې په مرسته ۴۲٫۱ اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او د ۱۹ – کلنو نړیوال جام اتلولي يي خپله کړه.

بنګله‌دېش لپاره اکبر علي په ۷۷ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۳ ناسوځېدلې منډې او پروېز حسین په ۷۹ توپونو د اوو څلوریزو به مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

هندوستان لپاره بېشنای ۴، مېشرا ۲ او جیسوال یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون