افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ټيليګراف ورځپاڼه: د طالبانو او امريکایانو د روانو مذاکراتو د لغوه کولو احتمال زیات شوی

د برتانيې ټيليګراف ورځپاڼې د خپلو سرچېنو په حواله ليکلي په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ټيم امريکايي استازو ته ويلي، د دوی پوځي قومندانان نور د سولې له روانو او پڅو خبرو ناهيلي شوي او د مذاکراتو د لغوه کولو غوښتنه کوي.

ټيليګراف ورځپاڼه زياتوې، چې د طالبانو پوځي قومندانان د سولې خبرو له روانې سستې پروسې اندېښمن دي او فکر کوي، چې امريکا له دې لارې د راتلونکي پسرلي عملياتو او طالب جنګياليو د مورال کمزوري کولو هڅه کوي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو نږدې اتلس مياشتې دوام وکړ، دواړه لوري وايي، دغه خبرې نهايي شوي، خو د امريکا د اضافي او نوو غوښتنو له امله دا خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره اونۍ ويلي و، طالبان دې د سولې تړون لپاره خپله ژمنتيا او وړتيايي وښيي.

طالبان وايي، د جګړې تشدد کمولو په اړه يې د امريکا غوښتنه منلې، د سولې تړون په اړه اصولي او متحد دريځ لري او زياتوي، چې امريکايي لوری د تړون لاسليک په اړه نوې غوښتنې او اضافي شرطونه رامنځته کوي.

د طالبانو مشرتابه منلې، چې له امريکا سره د تړون لپاره سوله ييز ماحول رامنځته کړي او د محدود وخت لپاره د جګړې تشدد کم کړي، خو امريکا وايي، چې طالبان دې د اوږدې مودې لپاره د جګړې تشدد کمولو پرېکړه وکړي.

طالبانو پر امريکا تور پورې کړی، چې د سولې خبرو کې سنجيده نه ښکاري او د اصلي کړکيچ د حل پر ځای په اضافي موضوعاتو په بحث وخت ضايع کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون