افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

امریکايي رسنۍ: ټرمپ به را روانه اوونۍ له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک اعلان کړې

د امریکا سي اېن اېن تلویزوني شبکې او نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي ډيپلوماتانو په حواله ویلي، چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو شوی او ښايي په یوه اونۍ کې د لاسلیک نېټه او وخت اعلان شي.

دوو  امریکايي چارواکو یادو رسنیو ته ویلي، چې د هوکړې ۹۵ چارې بشپړې شوې، ولسمشر ټرمپ هم ورته شین څراغ ښودلی او ښايي په یوې اوونۍ دننه کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سي اېن اېن له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې په قطر کې طالب او امریکايي استازي د تشدد کموالي موضوع په اړه یوې پرېکړې ته رسېدلې، چې له مخې به یې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ پر یو بل ډزبندیز رامنځته او په نږدې راتلونکې د سولې د توافقنامې لاسلیک ته زمینه برابره شي.

تېره اونۍ امریکايي ولسمشر خپل ملت په کلنۍ وینا کې هم وویل، چې خپل پوځیان به له افغانستانه را باسي او خپلو کورونو ته به یې  راګرځوي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو و زیر مایک پمپیو حکومت له دواړو مشرانو سره تلیفوني خبرې کړې او هغوی ته یې د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی.

ولسمشر اشرف غني په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې مايک پمپیو ورته په مذاکراتو کې د ښه پرمختګ خبر ورکړ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون